جاپانی اېرلاين: سيسټم مو د سایبري برید وروسته بېرته رغېدلی
۱۴۰۳ دی ۶, پنجشنبهد جاپان ايرلاينز شرکت چې د آل نیپون اېرلاینز (ANA) وروسته د جاپان دویم ستر هوايي شرکت دی، ويلي دي: "موږ د خرابۍ علت او د هغه اندازه پېژندلې ده او سیسټم مو بېرته رغولی دی." دا د هغه وروسته چې د یاد شرکت په وينا ورباندې سايبري بريد شوی و.
ياد هوايي شرکت د ايکس (پخواني ټويټر) باندې په خپل پيغام کې ويلي دي چې دا د "لويې ډیټا حمله" وه. زياته کړې يې ده چې د دغه ايرلاينز د ټکټونو پیرودونکو معلومات خوندي پاته شوي دي او دا چې ياد بريد د هيڅ ډول معلوماتو د افشا کېدو لامل شوی نه دی. د دغه هوايي شرکت په وينا بريد د خونديتوب په برخه کې هم کومه اغېزه نه ده لرلې.
امریکا: ایران پر ټاکنیزو کمپاینونو د سایبري بریدونو مسئول دی
د جاپاني رسنیو په وینا، دا ښایي د یوې ډي ډي او ایس (DDoS) حملې پایله وه، چې موخه یې د ویب پاڼې یا سرور درولو یا ګډوډول وي.
په پېښه کې د کورنیو او نړیوالو پروازونو لپاره د ټکټونو پلور د پنجشنبې په ورځ وځنډول شو، خو اوس بېرته پيل شوی دی.
که څه هم سایبري برید جدي ګډوډي رامنځته نکړه، خو شرکت ویلي و چې ۲۴ کورني پروازونه يې تر نیم ساعت ډېر وخت ځنډېدلي وو.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې د بار د ثبت په سیسټم کې ستونزو په څو جاپاني هوایي ډګرونو کې ځنډ رامنځته کړی.
د دې خبر د خپرېدو وروسته د جاپان د دغه هوايي شرکت ونډې په سهار کې تر ۲.۵ سلنې پورې راپرېوتې، خو وروسته بېرته عادي حالت ته راوګرځېدې. د ماسپښین په وخت کې د ونډو بیه صفر اعشاريه دوه سلنه ټیټه وه.
د سایبري بریدونو نورې پېښې
د جاپان هوايي شرکت وروستی شرکت دی چې د سایبري برید ښکار شوی دی. د ياد هيواد د فضايي څېړنې اداره JAXA په ۲۰۲۳م کال کې د یوې حملې هدف ګرځېدلې وه، خو حساس معلومات لکه د راکټونو یا سپوږمکۍ په اړه معلومات نه و افشا شوي.
همدارنګه، په همدې کال کې د جاپان یو له خورا بوختو بندرونو د روسیې پر بنسټ د لاکبټ ډلې د رینسموېر حملې هدف ګرځېدلی و. د رېنسموېر بريد له لارې د يو کمپيوټري سيسټم ډېټا د بريدګر لخوا داسې قلف کيږي چې د سيسټم او ډېټا څښتن کس يا شرکت يې نور نشي پرانستلای. د دې لپاره چې بريدګر دغه ډېټا بېرته د لاسرسي وړ وګرځوي، هغه له قرباني شخص، شرکت يا ادارې څخه پيسې غواړي.
امريکا پر البانيا بيا سايبري بريد په کلکه غندلی دی
په ۲۰۲۲م کال کې د تویوتا یوه عرضه کوونکي باندې د سایبري برید له امله په جاپان کې د دې مشهوره موټر جوړوونکي کورنۍ کارخانې د لنډې مودې لپاره تړل شوې وې. وروسته، په جون کې د جاپان د ویډیو شریکولو مشهوره وېبپاڼه (Niconico) هم د یوه لوی سایبري برید هدف ګرځېدلې وه.