1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: وسله والو د کان کېندنې د پروژې ۱۶ کارکوونکي تښتولي

بريښنا صابر | اسوشتېد پريس
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبه

د پوليسو او امنيتي چارواکو په حواله وسله والو په خيبر پښتونخوا کې يوه موټر ته په کمین نیولو د کان کېندنې د يوې پروژې ۱۶کارکوونکي تښتولي دي.

https://p.dw.com/p/4ozDY
آرشيف انځور: په مردان کې يو سوځيدلی موټر
وسله والو په لکي مروت سيمه کې پر يوه تنګ سړک باندې هغه موټر سوځولی هم دی چې دغه کارکوونکي یې انتقالول.انځور: Naveed Ali/AP/picture alliance

اسوشتېد پريس خبري آژانس د سيمې د پوليسو د يوه مشر محمد اعجاز، په حواله خبر ورکړی دی چې وسله والو د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې پر يوه تنګ سړک باندې هغه موټر سوځولی هم دی چې دغه کارکوونکي یې انتقالول.

نوموړي زياته کړې ده چې پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې کارکوونکو لکي مروت سيمې ته څېرمه پراته يوه کان ته روان ول. خو هغه په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

دوو نورو امنيتي چارواکو وويل چې د کان کېندنې دغه پروژه د پاکستان د اتومي انرژۍ کميسيون اړوند ده خو زياته کړې یې ده چې تښتول شوي کسان د دغه کمیسيون کارکوونکي نه دي.

د پاکستان د اتومي انرژۍ کمیسيون تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

اړونده موضوع: په دوو جلا حملو کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي او ۷ پولیس برمته شوي

د دې پېښې څو ساعته وپه دوو جلا حملو کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي او ۷ پولیس برمته شويروسته وسله والو خبريالانو ته يوه ويډيو استولې چې تښتول شوي کارکوونکي پکې ليدل کيږي.

په ويډيو کې لیدل کيږي چې له تښتول شويو څخه یې يو کس له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د تښتونکو «غوښتنې ومني» څو دوی آزاد کړل شي. خو دا روښانه نه ده چې دا کومې غوښتني دي.

اړونده موضوع: تښتول سوی پاکستانی قاضي د امنيتی ځواکونو په عملياتو کې آزاد سوی

په سملاسي توګه کومې ډلې د دې يرغمل نيونې پړه نه ده منلې خو د تل په څېر شک پر پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) باندې کيږي چې په دې وروستيو کې یې د پاکستان پر امنيتي ځواک بريدونه ډېر کړي دي.

دا تازه بريد په بلوچستان ايالت کې د بلوچ بيلتون غوښتونکو له لوري پر يوې دولتي ودانۍ بريد او د پوليسو د يوه مرکز د يوې برخې تر سوځولو يوه ورځ وروسته شوی دی. د چارواکو په حواله دې بلوچ بيلتون غوښتونکو يو بانک هم لوټ کړی وو خو په دې بريد کې ځاني زيان نه وو رسېدلی.

اسوشید خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په پاکستان کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر شوي دي. 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل