1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خيبر پښتونخوا: په يوه وسله وال بريد کې دوه پولیس وژل شوي

بريښنا صابر | اسوشېتد پريس
۱۴۰۳ آذر ۲۷, سه‌شنبه

په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو پر يوې لیرې پرتې پوستې باندې د وسله وال بريد په نتیجه کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د چارواکو په حواله بريدګر په تېښته بریالي شوي دي.

https://p.dw.com/p/4oEal
آرشیف انځور: په پېښور کې بريد
په نوامبر مياشت کې هم يوه ځانمرګي بريدګر په بنو سيمه کې په چاوديدونکو توکو بار يوه موټر ته چاودنه ورکړې وه او د امنيتي ځواک ۱۲ غړي يې ووژلانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

اسوشېتد پريس خبري آژانس د پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۷) د خیبر پښتونخوا په شانګله سيمه کې رامنځته شوې ده. وسله وال چې پر موټر سايکل سپاره ول، پر پوليسو تر ډزو وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

تر اوسه هيڅ کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی.

د سيمې د پوليسو يوه مشر ناصر خان، وويل چې ټپي شوي افسران نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي، د يوې اعلامیې په ترڅ کې دا بريد غندلی دی او د وژل شويو پوليسو له کورنيو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي وويل چې د دې بريد تر شا د «خوارجو» لاس دی، هغه اصطلاح چې پاکستاني طالبانو ته کارول کيږي. خو نقوي، په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

پاکستان په دې وروستيو کې د وسله والو بريدونو د ډېروالي شاهد دی چې د زياترو پړه په بلوچستان کې پر بيلتون غوښتونکو او يا پاکستاني طالبانو چې د تحريک طالبان پاکستان يا «ټي ټي پي» په نامه هم ياديږي، ور اچول کيږي.

په نوامبر مياشت کې هم يوه ځانمرګي بريدګر په بنو سيمه کې په چاوديدونکو توکو بار يوه موټر ته چاودنه ورکړې وه او د امنيتي ځواک ۱۲ غړي يې ووژل.

همدا شان پرون، دوشنبه هم د پوليو د واکسين بدرګه کوونکی يو پولیس هم پر موټر سايکل د سپورو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber