1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د لنډ واټن ویشتونکي توغندی بریالۍ آزموینه کړې

۱۳۹۹ بهمن ۲۳, پنجشنبه

د پاکستان د پوځ په وینا د پنجشنبې په ورځ یې د لنډ واټن ویشتونکي توغندي بریالۍ ازموینه ترسره کړې. زیاته شوې ده چې دغه توغندی د ځمکې او په سمندر کې تر۴۹۰ کیلومتره پوري خپل هدف په دقیقه توګه ويشتلای شي.

https://p.dw.com/p/3pEB1
Indien Rückblick 70 Jahre pakistanische atomfähige Rakete Hatf VII (Babur)
انځور: Imago/ZUMA Press

د پاکستان د پوځ له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې دغه د بابر په نوم کروز توغندی له عصري توغوونکي وسیلې توغول شوی دی. خو په دې هکله څه نه دي ویل شوي چې دغه ازموینه چیرې شوې ده. د اعلامیې له مخې د پاکستان ولسمشر عارف علوي، لومړی وزیر عمران خان او د پوځ مشرتابه ساینسپوهانو او انجینرانو ته د دغې بریالۍ ازموینې له کبله مبارکي ویلې ده.

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان د توغندیو پروګرام اصلي موخه د ګاونډي هیواد هند د ګواښونو پر وړاندې مقابله ده. هند هم له معمول سره سم د توغندیو ازموینې کوي.

دواړه هیوادونه اتومي وسلې لرونکي ځواکونه دي او په ۱۹۴۷م کال کې له انګلستان څخه تر آزادۍ اخیستو وروسته یې درې جګړې کړې چې دوه یې د کشمیر پر سر وې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب