خيبر پښتونخوا: د واکسيناتورانو بدرګه کوونکی پوليس وژل شوی
۱۴۰۳ آذر ۲۶, دوشنبهد خيبر پښتونخوا د کرک سيمې د پوليسو يوه مشر د نوم نه اخيستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «بريد د يوه پوليس د پېښې په ځای کې د وژل کیدو او پوليو د يوه کاروونکي د ټپي کیدو باعث شوی.»
زياته شوې چې دغه پولیس افسر دوه واکسيناتوران بدرګه کول، چې پر موټر سايکل سپرو وسله والو د بريد هدف وګرځيد.
د کرک سيمې په شکر خیل کلي کې د رامنځته شوې دې پېښې مسئوليت تر اوسه هیڅ کومې ډلې نه دی منلی. خو په دغه سيمه کې د پاکستاني طالبانو په ګډون يو شمير وسله وال فعاليت لري.
په شکر خيل کلي کې د پوليو کمپاين ځنډول شوی دی، خو د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې کمپاين دوام لري.
پاکستان او ګاونډی هيواد یې افغانستان د نړۍ هغه یوازني دوه هيوادونه دي چې د پوليو ناروغي لا پکې پاتې ده. په پاکستان کې په دې وروستيو کې د پوليو ډلې تل د وسله والو بريدونو ښکار کيږي او امنيتي ځواکونه پکې په نخښه کيږي.
په پاکستان کې په روان میلادي کال کې د پوليو په پېښو کې زياتوالی ليدل شوی دی او د پوليو ۶۳ پېښې پکې ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳م کال کې د پوليو يا ګوزڼ یوازې شپږ مثبتې پېښې راجستر شوې وې.
د روغتيا نړيوال سازمان په حواله افغانستان هم په ۲۰۲۴م کال کې د پوليو ۲۳ تائيد شويو پېښو رپوټ ورکړی دی.
ماشومانو ته د پوليو د څاڅکو پر ورکړه ټينګار
د دوشنبې په ورځ د پاکستان حکومت د پوليو ضد يو څلور ورځنی کور په کور کمپاين پيل کړ، چې د ټول هيواد په ۱۴۳ سيمو کې به تر ۴۵ ميليونو ډېر هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، واکسين کړي. په دې کمپاین کې به د پوليو تر ۴۰۰ زرو ډېر کارکوونکي ګډون وکړي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د يکشنبې په ورځ د دې کمپاين د پيلولو په غونډه کې وويل: «زه په ټول پاکستان کې له مېندو او پلرونو غوښتنه کوم چې له دې کمپاين سره بشپړه همکاري وکړي او خپل اولادونه د پوليو پر ضد واکسين کړي او هغوی له دې دايمې ناورغۍ وساتي.»
د پوليو مخه ماشوم ته د واکسين د يو څو څاڅکو په ورکول سره نيول کیدلای شي، خو د پاکستان په لېرې پرتو سيمو کې روغتيايي کار کوونکي د نورو د ژوند ژغورلو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په پاکستان کې په دې تېرو څو کلونو کې د پوليو يو شمير کارکوونکي او د هغوی بدرګه کوونکي د امنيتي ځواک غړي وژل شوي دي.
د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې يو شمیر هغو پوليسو چې د کور په کور کمپاين پر وخت د پوليو ډلې بدرګه کوي، د بريدونو د ډېروالي په پایله کې احتجاج کړی وو.