ناامنه سرحدونو او ترهګرۍ اروپايان اندېښمن کړي دي
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبهد اروپایي اتحادیې اکثره اوسیدونکي د اوکراین او روسیې جګړې ته د سیمې له پاره د یوه لوی خطر په توګه ګوري. خو د مختلفو اروپايي هیوادونو خلک د اروپايي اتحادیې امنیت ته متوجه خطرونو ته له مختلفو زاویو څخه ګوري او په دې هکله بیلابیل نظرونه لري.
په دې سروی کې د اروپايي اتحادیي له ۲۷ غړو هیوادونو څخه نږدې ۲۶۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه چې له دې ډلې ۲۵ سلنه ګډون کوونکو د سرحدي نظارت مسایل ډیر زیات انديښمنوونکي وبلل. په داسې حال کې چې ۲۱ سلنه کسانو بیا د ترهګریزو بریدونو په هکله تر ټولو ډېره انديښنه ښودلې ده.
په دې سروی کې ۱۹ سلنه ګډون کوونکو سایبري بریدونه تر ټولو لوی خطر بللی دی، په داسې حال کې چې ۱۸ سلنه د پوښتل شویو کسانو د بهرني یرغل ویره څرګنده کړې ده. ۱۷ سلنه ګډون کوونکو سازمانیافته یا پلان شوي جرمونه مهم خطر ګڼلی دی.
یوازې په ډیر لوړ شمیر الماني اتباعو ترهګري د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو د امنیت له پاره تر ټولو لوی خطر بللی دی. د یوه اټکل له مخې کیدای شي د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې د دغه هیواد په زولېنګن ښار کې ترسره شوي ترهګریز برید د الماني اتباعو اندېښنه ډیره کړې وي.
د المان د نورد- راین- وستفالن ایالت په زولېنګن ښار کې د سړک غاړې فیستیوال پر مهال د چاقو په وسیله شوي برید کې درې کسان ووژل شول. یوه سوریایي کډوال ځان پولیس ته سپارلی و او پر خپل جرم یې اعتراف کړی و. وروسته بيا د دې برید مسئولیت داعش یا «اسلامي دولت» ډلې پر غاړه واخیست.
دغه سروی د زولېنګن له برید څو ورځې وروسته په سپټمبر میاشت کې ترسره شوې وه.
د سروی په حواله په مختلفو جغرافیې موقعیتونو کې د خلکو نظرونو او انديښنو سره توپير درلود. د پولنډ چې له اوکراین سره ګډه پوله لري اوسیدونکي په دې نظر ول چې که کوم هیواد د اروپا پر غړي هیواد برید وکړي، نو د ټولې سیمې امنیت اغیزمنولی شي.
د دې برعکس بیا د هسپانيا پورې تعلق درلودونکو اکثره ګډون کوونکو نظر له دوی سره توپير درلود.