سوریه: د اسد له زندانونو د راخوشي شوي بندیانو خوشالي
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبهبرهوم د دوشنبې په سهار کله ېې چې ولېدل د خونې د دروازې مخې ته ېې نارینه راغلي داسې ېې وانګېرله چې هغوی د ولسمشر بشار الاسد امنيتي ځواکونه دي او غواړي چې دی وژلو ته بوځي، خو ډېر ژر ېې وپېژاندل چې هغوی د اسد امنيتي ځواکونه نه، بلکې ياغیان دي چې غواړي هغه له زندانه آزاد کړي.
د بشارالاسد مخالفين یوازې د لسو ورځو په جریان کې بريالي شول چې د سوريې د لویو ښارونو د نیولو په ادامه پلازمينه دمشق هم ونیسي او د اسد کورنۍ ۵۰ کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کیږدي. یاغیان له بریا سره سم زندانونه او امنيتي تاسیسات مات کړل او پکې اچول شوي سیاسي بندیان او په زرونو نور کسان ېې آزاد کړي کوم چې په سوریه کې په ۲۰۱۱م کې د پیل شوو ناامنیو راهیسې لادرکه شوي دي.
برهوم هم د همدغو زندانیانو له ډلې يو دی چې تر آزادېدو وروسته ېې د دمشق په کوڅو کې ېې خپله آزادي لمانځله. هغه په داسې حال کې چې باور ېې نه کېده چې د دمشق په کوڅو کې آزاد ګرځي، اسوشتید پریس ته وویل: «ما تر نن پورې لمر نه وو ليدلی. له خدایه مننه کوم چې سبا ته ېې ماته د مرګ پر ځای یو نوی ژوند راکړ.»
برهوم توانېدلی نه وو چې په خپله خونه کې موبایل او نور شیان ېې له ځانه سره راواخلي، تر څو خپلې ښځې او لور ته خبر ورکړي چې هغه ژوندی دی او ښه دی.
خو په ټولنیزو رسنیو ګڼې ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې د یاغیانو له خوا آزاد شوي په لسونو زندانیان ښودل کېدل چې خوشالي کوي. په دغو بندیانو کې ځیني يې پښې لوڅې او نورو ېې پر تن ډېرې لږ جامې درولودې. د بندیانو له ډلې يوه ېې چې کله پوه شو د بشار الاسد رژيم سقوط کړی په فریادونو ېې خوښي کوله.
د سوريې زندانونه د شکنجو، اعدام او لوږې سره د مخ کېدو په خاطر نوم بدي دي. د بشري حقونو ډلې، څارونکي او پخواني بندیان وايي چې د دغو زندانونو شکنجې سیستماتيکې وې. د مخفي اعدامونه رپوټونه هم ورکړل شوي چې د سوريې د استخباراتو په څه باندې شلو تاسیساتو او نور ځایونو کې اجرا شوي دي.
په ۲۰۱۳ کال کې د «Caesar» په نوم د سوريې د پوځ يو تښتېدلي عسکر له ځان سره څه باندې ۵۳ زره عکسونه وتښتول. بشري ډلو وویل چې په دغو انځورونو کې د سوريې په زندانونو کې د سختو شکنجو، ناروغيو او لوږې سره د مخ کېدو په څېر شواهد له ورا ښکاري.
اسوشتید پریس په خپل رپوټ کې وايي چې د سوريې په زندانونو کې يو هم د دمشق په شمال کې د صیدنایا پوځي زندان دی چې د «انسانانو د مسلخ» په نوم هم شهرت لري. په دغه زندان کې به ښځې بندېانې کېدې چې له ځینو سره به ېې ماشومان هم ول او کله به چې نارینه د دوی کوټو ته ورداخلېدل، نعرې او فریادونه به ېې کول.
امنیستي انترنشنل یا د بخښنې نړېوال سازمان او نورې بشري ډلې وايي چې په صیدنایا زندان کې هره اوونۍ په لسونو کسان په مخفي توګه اعدامېدل. دوی وایي په دغه زندان کې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ تر ۱۳زرو پورې کسان وژل شوي دي.
یوه وسله وال یاغي چې غوښتل ېې د زندان له تنګو خونو ښځې وباسي پر ښځو ېې چې له ډاره ېې فریادونه کول غږ وکړ: «مه ډاريږئ. بشار الاسد سقوط وکړ. تاسو ولې ډارېږي؟»
په لندن کې د سوريې د بشر حقونو د څار سازمان یو مسئول رامي عبدالرحمن، وايي چې تر اوسه په لسونو زره بندیان آزاد شوي دي.
یاغیانو د تېرو لسو ورځو په جریان کې د سوريې د حلب، حمص، حماه او دمشق ښارونو په ګډون له زندانونو بندیان آزاد کړل.
د بشري حقونو یو مدافع، عمر الشوګر، وايي کورنۍ د خپلو کورنیو د هغو غړو په لټه کې دي چې له څو کلونو راهیسې لادرکه دي.
هغه وويل: «د نړۍ په سلونو دیموکراسيو ونه شو کړی دوی سره مرسته وکړي، خو اوس یو څو یاغي ډلې راغلې او زندانونه یې مات کړل.» الشوګر چې په خپله هم درې کاله زندان ېې تېر او بیا ژغورل شوی، اوس په سویډڼ او امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کوي.
د بسام مصري په نوم یو پلار چې د خپل ورک زوي په لټه کې دی، وويل: «دا تحول به تر هغې بشپړ نه وي چې زه مې خپل زوی له زندانه بهر ونه وینم او پوه شم چې هغه چېرته دی.» هغه زیاته کړه: «زه له دوو ساعتونو راهېسې د هغه لټون کوم. هغه د ۱۳ کلونو له پاره بندي وو.»
د حیبا په نوم ېوې ښځې اسوشتید پریس ته وويل چې هغه د خپل ورور او د ايور لټون کوي چې په ۲۰۱۱م کال کې د غلا شوي موټر په تور بندیان شوي ول. هغې وويل چې دواړه ېې تر اوسه نه دي ليدلي.
حیبا چې خپل بشپړ نوم ېې نه دی ښودلی، وويل چې «هغوی [د بشار الاسد چارواکو] له موږ ډېر کسان واخیستل.» هغې زیاته کړه چې وراره ېې هم ورک دی.
په داسې حال کې چې په دمشق کې د یوې محکمې مخې ته خلک راټول شوي، وسله وال یاغیان هڅه کوي چې ګډوډي او وضعیت کنټرول کړي.