پرافغان ښځو د طالبانو د بندیزونو کرونولوژي
له هغه وخت راهیسي (۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې) چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، په ځانګړي توګه يې پر ښځو باندې بندیزونو ته دوام ورکړی دی. د ډسمبر میاشتې پر ۳ نېټه یې ښځې د روغتياپالنې په برخه کې هم له زده کړو منع کړي دي.
د ۲۰۲۱م کال د اګست ۳۰:
طالبانو د نجونو او هلکانو پر يوځايي زده کړې بندیز ولګاوه او نارينه یې نجونو ته له زده کړو ورکولو منع کړل.
د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۸:
طالبانو د ښځو پر سپورت بندیز وضع کړ.
د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۱۲:
نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع شوې.
د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۲۹:
نجونې او ښځې په کابل پوهنتون کې له زده کړو څخه منع شوې.
د ۲۰۲۲م کال د مارچ ۲۷:
طالبانو د محرم پرته له هېواده دباندې د ښځو پر سفر بندیز ولګاوه.
د ۲۰۲۲م کال د اپريل ۲۶:
پوهنتونو ته د جنسيت پر بنسټ د جلا جلا ټولګيو لارښوونه وشوه.
د ۲۰۲۲م کال د می ۱۹:
طابانو د تلویزیون ښځينه وياندویانو ته د مخ پټولو لارښوونه وکړه.
د ۲۰۲۲م کال د نوامبر ۱۰:
طالبانو ورزشي کلبونو او پارکونو ته د ښځو او نجونو پر ورتګ بندیز اعلان کړ.
د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۲۰:
تر امر ثاني پورې دولتي او شخصي پوهنتونونه ته د ښځو پر تګ بندیز اعلان شو.
د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۲۲:
تر شپږم ټولګي وروسته نجونې شخصي کورسونو ته له تګ څخه هم منع شوې.
د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۲۴:
طالبانو په نړيوالو غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
د ۲۰۲۳م کال د جون ۸:
ښځې په بهرنيو غير دولتي موسسو کې په ښونیزو پروګرامونو کې له ونډه اخيستو څخه منع شوې.
د ۲۰۲۳م کال د جولای ۶:
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو پر سينګارتونونو بندیز اعلان کړ.
د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۳ :
د طالبانو د روغتيا وزارت موسسو او پوهنیزو ادارو ته امر کړی دی چې ښځينه زده کوونکي دې نورې زده کړو ته نه ورپریږدي.