غزني: په دوو ترافيکي پېښو کې ۵۰ کسان مړه شوي دي
۱۴۰۳ آذر ۲۹, پنجشنبهد غزني ولایت وياند حافظ عمر، وويل چې بيګا، چهار شنبه د شپې د کابل – کندهار پر لويه لاره يو مسافر وړونکی سروس موټر او د تېلو يو ټانکر سره ټکر شوي دي. دا پېښه د غزني شهباز کلي ته څيرمه رامنځت شوې ده.
عمر، وويل: «ټپيان په غزني کې روغتونونو ته ليږدول شوي او چارواکي د قربانيانو جسدونه د هغوی کورنيو ته د سپارولو په چارو بوخت دي.»
دغه وياند وويل په جدي توګه ټپي شوي کسان کابل ته انتقال شوي دي. هغه زياته کړه چې ښځې او ماشومان هم په قربانيانو کې شامل دي.
بله ترافيکي پېښه د همدې لویې لارې په يوه بله برخه کې رامنځته شوې ده چې د افغانستان جنوب له پلازمينې کابل سره نښلوي. د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس حمیدالله نثار، وويل چې دا پېښه اندړو ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې يو بار وړونکی موټر پکې ښکيل وو. خو نوموړي دا مشخصه نه کړه چې په کومه پېښه کې څومره کسان ټپي او مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې ژغورونکي په سملاسي توګه د پېښې ځای ته رسېدلي ول څو ټپيان چې د ځينو «روغتيايي وضعيت ښه نه وو» روغتونونو ته انتقال کړي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د دې پېښو په اړه ويلي: «موږ په ډېره خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د کابل – کندهار پر لويه لاره دوې ترافيکي پېښي شوي دي چې په ترڅ کې یې ۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۶۵ نور ټپيان دي.»
په افغانستان کې د سړکونو د ناوړه وضعيت، مقرراتو د نه شتون او پر لويو لارو د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله ترافيکي پېښې عامې دي.
د روان ميلادي کال په مارچ میاشت کې په هلمند ولايت کې تر شلو ډېرو کسانو هغه وخت ژوند له لاسه ورکړ او ۳۸ نور ټپيان شول چې يو سروس موټر د تیلو له يوه ټانکر سره وجنګيد او اور یې واخيست.
د تیلو د ټانکر يوه بله ستره ترافيکي پېښه د ۲۰۲۲م په ډسمبر مياشت کې په سالنګ دره کې رامنځته شوې وه چې د ۳۱ کسانو ژوند یې واخيست او يو شمير نور یې په ترڅ کې وسوځيدل.