م.م. په پکتيکا کې د پاکستان د بريد په اړه د څیړنو غوښتنه کړې
۱۴۰۳ دی ۷, جمعهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت دفتر يوناما، د پنجشنبې په ورځ د ايکس شبکې له لارې ويلي دي چې داسې معتبر رپوټونه یې ترلاسه کړي دي چې ښيي د پاکستان پوځيانو د ډسمبر پر ۲۴مه نېټه د افغانستان په ختیځ پکتيکا ولایت کې په لسونو ملکيان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژلي دي.
د يوناما په دغه بيانيه کې زياته شوې ده چې نړيوال قوانين پوځي ځواکونه مکلفوي چې د علمياتو په جريان کې لازم احتياطي ګامونه پورته کړي، څو ملکي کسانو ته د زيان رسېدو مخه ونیول شي.
اړونده موضوع: آیا طالبان د «پاکستان هواييبریدونو» ته د ځواب ورکولو توان لري؟
د يوناما له خوا همدا راز زياته شوې ده: «د دې ډول پېښو د تکراريدو د مخنيوي او د قربانيانو له حقونو څخه د ملاتړ په پار د احتساب يا ځواب ورکولو په اړه اطمنان ترلاسه کولو له پاره دا ډول څيړنې اړينې دي.»
د پاکستان غبرګون
پاکستان په پکتيکا ولایت کې د هوايي بريدونو وروسته پرون، د پنجشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې د «ترهګريزو پټنځایونو» په اړه اندېښنې د دواړو هېوادونو د اجندا په سر کې قرار لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ، د پنجشنبې په ورځ د توضيحاتو د ورکړې پرته وويل: «موږ د افغانستان سره پر پوله پوځي عمليات کړي دي.»
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د چهار شنبې په ورځ ويلي ول چې د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۴۶ کسان وژل شوي دي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي.
د چهار شنبې په ورځ يوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط، اسوشتيد پريس خبري آژانس ته ويلي ول چې د سې شنبې عمليات په پکتيکا کې د يوه روزنیز مرکز او وسله والو د له منځه وړلو په موخه شوي دي.
زهرا بلوچ، د پنجشنبې په ورځ وويل چې پاکستان له افغانستان سره خبرو اترو ته لومړيتوب ورکوي او دا چې د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، هم له افغان چارواکو سره د خبرو اترو په موخه په کابل کې وو چېرې چې نوموړي د پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي په ګډون د ترهګرو ډلو په تړاو بحثونه درلودل.
هغې وویل: «پاکستان د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او موږ د ترهګرۍ د خطر سره د مقابلې له پاره له افغانستان سره ديالوګ او همکارۍ ته لومړيتوب ورکوو.»
هغې وویل: «موږ تمه لرو چې افغانستان به د دې مخه ونيسي چې خاوره یې د پاکستان پر ضد بريدونو له پاره وکاريږي.»
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، هم د ايکس شبکې له لارې پر دې بريدونو د غبرګون په توګه ليکلي دي چې «يو ځل بيا مو خاوره د بمباريو هدف شوه او د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې مو وينه په ډېره بې رحمۍ سره وبهيدله.»
غني، همدا شان زياته کړې: «دوه ګونی سياست يعني دا چې په افغانستان کې تشدد شرعي دی او د پاکستان دولت په مقابل کې بيا ترهګري ده.» هغه زياته کړه: «دا سیاست نه له سياسي تفکر سره سمون لري او نه هم له عملي منطق سره.»