ملګري ملتونه طالبانو ته: پر ښځو طبي زده کړې مه بندوئ
۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (يوناما) د چهار شنبې په ورځ تر هغه وروسته دا غوښتنه مطرح کړه چې د طالبانو د روغتيا وزارت او د خصوصي طبي انستيتويتونو يوې سرچينې چې ښځو ته د قابله ګۍ او نرسينګ کورسونه چمتو کوي، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې د روغتيا وزارت د طالبانو د مشر په حواله امر شوی دی چې دغو موسسو ته دې د ښځو ورتګ وځنډول شي.
په دې اړه تر اوسه د طالبانو د حکومت رسمي تائيد موجود نه دی، خو د موسسې کارکوونکو ويلي دي چې دوی ته لس ورځې وخت ورکړل شوی دی، څو تر وورستيو آزمونيو وروسته ښځې باید منع کړل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) وويل چې په دې اړه ژوره اندېښنه لري او له طالبانو یې غوښتي دي چې د دې مقرراتو د «عملي کولو په اړه له سره غور» وکړي.
يوناما د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي: «که چېرې دغه رپوټ شوی لارښود عملي شي نو د ښځو او نجونو د زده کړو او روغتيا ته د لاس رسي پر حقونو به د نورو محدوديتونو په معنا وي.»
همدا شان زياته شوې: «په پايله کې به د افغانستان د روغتيا پر سیسټم او د هيواد پر وده ډېره ناوړه اغیزه ولري.»
د طالبانو د روغتيا وزارت يوې معتبرې سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دا بندیز به لا دمخه ځپل شوی روغتيايي سيکتور لا پسې وځپي.
دغه سرچينې زياته کړې: «موږ لا دمخه د مسلکي طبي کارکوونکو او نيمه طبي کارکوونکو د نه شتون له ستونزې سره مخامخ يو او دا بندیز به مو مشکل نور هم پسې ژور کړي.»
دا بنديز له هغه وخت راهېسې چې طالبان واک ته رسېدلي، د ښځو پر زده کړو تازه لګول شوی محدوديت دی.
د دغه ډلې له لوري په ۲۰۲۱م کال کې د واک ترلاسه کولو راهېسې، نجونې او ښځې له ښوونخي او پوهنتونونو منع شوي چې د ملګرو ملتونو له لوري دغه بندیزونه د «جنستي اپارتايد» په نامه ياد شوي دي.
د طالبانو د روغتيا وزارت سرچینې وویل چې تر دې بندیزونو وروسته ښځو روغتيايي انستيتويتونو ته مخې کړې وه چې د روغتيا اړوند يو شمير کورسونه وړاندې کوي او څه نا څه ۳۵۰۰ ښځو او نجونو پکې نوم ليکنه کړې وه.
«تبعيضي تګلارې ته دې تغیر ورکړل شي»
اروپايي اتحاديې هم د چهار شنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې «دغه تبعيضي تګلاره دې تغير» کړي او دغه بندیز یې «زده کړو ته د ښځو پر لاس رسي يو نه توجیه کيدونکې بريد» بللی دی.
د بخښنې نړيوال سازمان هم خبرداری ورکړی چې «دا ډول بندیز به د هېواد د ښځو د روغتيا له پاره چې په نړۍ کې د مور د مړینې کچه پکې ډېره لوړه ده، ويجاړونکې اغیزې ولري.»
د کرېکټ د افغان ستورو غبرګونونه
د ښځو او نجونو پر زده کړو دې بندیز د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو انتقادونه هم را پارولي دي.
د کرېکټ افغان ستوري راشد خان، پرون، چهار شنبه د فيسبوک په يوه پوست کې ليکلي ول: « په ګران هېواد کې د خویندو پر مخ د تعلیم او طبي څانګو د تړل کېدو خبرونو خواشینی کړی یم.»
نوموړي زياته کړې: «ټولو ته د زده کړو لاره برابرول نه يوازې يو ټولنیز مسئوليت دی، بلکې زموږ په عقيده او ارزښتونو کې ژورې رېښې لري.»
د افغان ملي لوبډلې يوه بل ستوري محمد نبي هم پر دې پريکړه نیوکه کړې ده. نوموړي د ټولنیزو رسنيو له لارې ویلي: «زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم]...[ مهرباني وکړئ دا پرېکړه بېرته واخلئ او زموږ نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ.»
د کرېکټ نورو افغان ستورو رحمان الله ګربز، ابراهیم ځندران او ګلبدين نايب هم د ښځو د زده کړو په پلوۍ پيغامونه خپاره کړي دي.
بېربوک: طالبان د افغانستان راتلونکی له منځه وړي
د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک، هم د ايکس شبکې له لارې د طالبانو د دې پريکړې په اړه غبرګون ښوولی. بیربوک وويل: «په افغانستان کې د ښځو ژوند لکه د زندان په څېر دی.» نوموړې زياته کړه: «د طالبانو له لوري د ښځو د طبي زده کړو ځنډول نه يوازې د روغتيايي خدماتو او زده کړو مخه نيول دي، بلکې د ډېرو کسانو پر ژوند هم اغیزه کوي.»
بېربوک، وويل: «طالبان د قابله ګۍ د زده کړو په منع کولو سره په حقيقت کې د افغانستان راتلونکی له منځه وړي.»
زموږ له آرشيف څخه: