1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په ټوله نړۍ کې د ملاريا پېښې ډېرې شوي دي

بريښنا صابر | اي پي ډي، د آلمان خبري آژانس، کې ان ای
۱۴۰۳ آذر ۲۱, چهارشنبه

که څه هم چې د ملاريا پر ضد مبارزې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو دغه د استوايي سيمو ناروغي اوس هم يو مرګونی خطر دی په تېره بيا په افریقا کې. خو آيا ملاريا په کانګو کې د خپرې يوې مرموزې ناروغۍ سره هم کوم تړاو لري؟

https://p.dw.com/p/4o0yE
انافېلس ماشی
په تېر کال کې په ټوله نړۍ کې يو ځل بيا ډېر خلک د ملاريا په ويروس ککړ شوي ول.انځور: RealityImages/Zoonar/picture alliance

په تېر کال کې په ټوله نړۍ کې يو ځل بيا ډېر خلک په ملاريا اخته شوي ول. د روغتيا  نړیوال سازمان (WHO) د ملاريا په اړه تازه رپوټ په حواله په ۲۰۲۳م کال کې د ملاريا ۲۶۳ ميليون پېښې ثبت شوي دي. دا د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۱۱ میليونه، يا څلور سلنه ډېرې پېښې دي. او که له تېرو لسو کلونو سره پرتله شي نو حتی ۶۰ ميلیونه ډېر دي.

د رپوټ په حواله په تېر کال کې د دغې ناروغۍ له کبله ۵۹۷ زره کسان مړه شوي دي چې دا یو څه شاتګ ښيي.

په افغانستان کې هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روان کال په دوبي کې ویلي دي، چې په دغه هيواد کې د ملاریا او ډینګي ناروغۍ زیاتې شوي او په تېرو شپږو میاشتو کې د ملاریا ۵۰ زره مثبې پېښې ثبت شوي دي.

لکه څرنګه چې د نويو پېښو ډېر شمير په افريقا کې ثبت شوی دی، همدا ډول کابو ټولې مړېنې (۹۵سلنه) هم په افريقا کې راجستر شوي. د رپوټ په حواله د مړو درې پر څلورمه برخه یې هغه ماشومان ول چې لا پنځه کلن شوي نه ول.

په افريقايي هېوادونو کې اوس هم لا ډېر انسانان د دغه ميکروب د مخنيوي او همدا راز تشخيص او بيا د درملنې آسانتياوې نه لري.

د روغتيا نړيوال سازمان د رپوټ په حواله په ټوله کې د ملاريا له کبله د مړينې کچه که څه هم چې له ۲۰۱۵م کال څخه په هرو ۱۰۰ ککړو شويو کسانو کې له ۱۴،۹ څخه ۱۳،۷ ته راټيټه شوې ده، خو د ملګرو ملتونو هدف لا لېرې بريښي.

ملګرو ملتونو تر ۲۰۳۰م کال پورې د مړيني کچې په هرو ۱۰۰ زور قضيو کې ۱،۵ کسانو ته د راټيټولو هدف ټاکلی وو، خو تر اوسه لا هغه سرعت نه دی ترلاسه شوی.

د اوسنيو اټکلونو پر اساس د ۲۰۳۰م کال له پاره په هرو ۱۰۰ زرو ککړو شويو کسانو کې د مړينو شمير ۱۲،۸ ته پر راټيټولو حساب کیږي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۳م کال کې د ملاريا ضد اقداماتو د تمويل له پاره ۸،۳ ميليارد امريکايي ډالرو ته اړتيا وه، خو نړيوالې ټولنې له دې څخه يوازې ۴ ميليارده یې برابر کړي ول. 

د ملاريا د میلياردونو پېښو مخه نيول شوې

د روغتيا نړيوال سازمان بيا دا څه مثبت ارزوي چې د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې پرمختګ شوی دی. د دغه سازمان د اټکلونو پر اساس له ۲۰۰۰ م کال راهېسې د عامه پوهاوي، پشه خانو، او واکسيونو له لارې د ملاريا د څه نا څه ۲،۲ ميليارده پېښو مخه نيول شوې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان په خپل رپوت کې همدا راز ويلي دي چې پر دې سربیره کابو ۱۲،۷ ميليونه کسان له مرګه ژغورل شوي دي. د رپوټ په حواله ۱۷ هیوادونو اوس په منظم ډول کوچنيانو ته د ملاريا ضد واکسين ورکوي. دا هم د سازمان د اټکلونو پر اساس هر کال په لسونو زره کسان له مرګه ژغوري.

د استوايي سيمو تر ټولو عامه ناروغي

 ملاريا اوس هم د نړۍ يوه تر ټولو عامه پرازيتي انتاني ناروغي ده چې د انافېلس مياشي له لارې انسانان ته سرايت کوي.

دغه ماشي په تېره بيا ماښام نېښ وهي. په دې ترڅ کې ماشی په دې توانيږي چې لومړی د انسان د وينې جريان او بيا ينې ته يو حجروي عاملين (Plasmodium) ور داخل کړي.

آيا د روغتيا په هکله د مصنوعي ځېرکتيا مشورې ګټورې دي؟

له يوې تر دوو اونیو په موده کې دغه د ناروغۍ عاملين دومره ډېريږي چې د ينې ککړې حجرې چوي او په دې توګه هغه بيرته وينې ته داخليږي. دلته بيا د وينې د سرو حجرو پر ضد پروسه دوام پيدا کوي.

دا ناروغي د شديدې تبې او بدن د درد باعث ګرځي او په درملو یې تداوي کیدلای شي. له درملنې پرته د مرګ باعث هم ګرځيدلی شي خو دا ناروغي له يوه انسان څخه بل ته نه انتقاليږي.

په کانګو کې د «ايکس ناروغۍ» او ملاريا ترمنځ اړيکه؟

د کانګو جمهوريت په وروسته پاتو سيمو کې خپره يوه مرموزه ناروغي چې تشخيص شوې نه ده او «ايکس ناروغي» بلل کیږي، هم د انفلونزا په څېر علايم لري، لکه تبه، سردردي، ټوخی او د وينې کمښت ورسره مل وي.

همدا وجه ده چې د روغتيا نړيوال سازمان په دې آند دی چې دا ناپيژندل شوې ناروغۍ به ښايي لا دمخه موجودو علتونو پورې اړه ولري. 

د کانګو جمهوريت يوه لېرې پرته سيمه
په کانګو کې دې مرموزې ناروغۍ تر اوسه د ۳۱ کسانو ژوند اخیستی دی.انځور: Alexis Huguet/AFP/Getty Images

علايمو ته په کتو سره یې علت د شديد سينه بغل، انفلونزا، کويد – ۱۹، شري او ملاريا په څير ناروغۍ ګڼل کيږي. 

خو دا کيدای شي د بېلا بېلو ناروغيو يو ترکيب وي چې په هغه کې د میاشو له لارې خپريدونکې ناروغۍ لکه ډينګي تبه، چيکونګونيا او يا ملاريا شاملې دي. 

د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر پر ۸ رپوټ ورکړی وو: «ملاريا په سيمه کې يوه عامه ناروغي ده او ښايي د دغه (مرموزې) ناروغۍ علت وي او يا پکې يو ډول ونډه ولري.» 

د بريتانيا د ختيځ انګليا پوهنتون د اپيدميولوژيست، پاول هنتر، وايي چې ښايي دا يوه تنفسي میکروبي ناروغي وي، ځکه چې په ځيني مريضانو کې د سينه بغل په څېر علايم ليدل شوي او د هنتر، په آند مايکوپلازما پنمونيه باکتريا یې ښايي عامل وي. 

نوموړی وايي: «خو تر نورو ارزونو پورې به لا دا ډېر وختي وي چې د مشخص څه په اړه تشخيص وکړل شي.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب