1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

آیا تر اسد وروسته به د ایران رژیم هم سقوط وکړي؟

۱۴۰۳ آذر ۲۸, چهارشنبه

د ایرانیانو له پاره، د بشار الاسد رژیم نسکوریدل خورا مهم دي، ځکه چې سوریه د تهران د سیمه ایزې ستراتیژۍ بنسټ دی.

https://p.dw.com/p/4oIBa
Iran I Oberster Führer Ayatollah Ali Khamenei
انځور: Office of the Iranian Supreme Leader/AP/picture alliance

په سوریه کې د بشار الاسد د واکمنۍ حیرانوونکې ړنګیدو په ایران  کې ډېر خلک له یو ډول خوشبینۍ سره مخ کړي دي، هغه هیواد چې ډېر وګړي یې له استبدادي مذهبي رژیم څخه خوښ نه دي. د ایران خلک د سوریې او خپلو مبارزو تر منځ ځیني ورته والي ګوري.

د ایرانیانو له پاره، د بشارالاسد سقوط خورا مهم دی، ځکه چې سوریه د تهران د سیمه ایزې ستراتیژۍ بنسټ و، چې نه یوازې د ایران جیوپولیټیک نفوذ سمبول و، بلکې دواړو هیوادونو د استبدادي حاکمیت یو ګډ طرز هم درلود.له همدې امله د سوریې تحولات د ایران په ټولنیز او سیاسي ډګر کې احساسیږي.

د اسد سقوط د ایرانیانو په منځ کې په خپل هيواد کې د احتمالي بدلون له پاره هیلې راژوندۍ کړي دي، په ځانګړې توګه د «ښځې، ژوند، ازادۍ» غورځنګ پر وړاندې د ایران د حکومت له وحشیانه کړنو وروسته چې په سلګونو کسان یې ووژل او په زرګونو نور یې بندیان کړل.اوسنی وضعیت ان د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي هم دې ته اړ کړی دی چې په دې اړه عامه څرګندونې وکړي.

دغو اعترضونو کې ډير کسان د ایران د حکومت له خوا ونیول شول.
د «ښځې، ژوند، ازادۍ» غورځنګ اعتراضونه ایران کې د مهسا امیني له وژلو وروسته پیل شول.انځور: Karim Ait Adjedjou/abaca/picture alliance

خامنه يي تېره اوونۍ خبرداری ورکړ: «هر هغه څوک چې تحليل او يا څرګندونې يې خلک زړه توري کړي، جرم دی او باید سزا ورکړي. یو شمیر له هیواده بهر د فارسي ژبو رسنیو په مرسته دغه کار کوي، خو په هيواد کې دننه هېڅوک باید دا کار ونه کړي.» د هغه څرګندونې د بشار الاسد د راپرځیدو د اغیزو په اړه د ایران رژیم اندیښنې څرګندوي.

په ځانګړې توګه د اسد له نسکوریدو راهیسې د هغو رژیمونو زیان په ګوته کوي چې خپل مخالفین ځپي او پر بهرني ملاتړ ډېره تکیه کوي.د ایران مشرتابه ښایي له دې ویره لري چې د سوریې په څیر د بې ثباتۍ لاملونه، لکه پراخې اقتصادي ستونزې او د سیمه ایزو متحدینو کمزوري کول، به په هیواد کې دننه راپورته شي او ثبات به له ګواښ سره مخ کړي.

د رژيم ملاتړو کسانو ټکان خوړلی

یو سیاسي فعال او پخوانی بندي حسین رزاق، چې د ۲۰۰۹م کال د زرغون غورځنګ له اعتراضونو راهیسې څو ځله نیول شوی دی، په دې باور دی چې د بشار الاسد سقوط په بنسټیز ډول د ایران رژیم سخت ملاتړي نارامه کړي دي.

دا ملاتړي چې زیاتره یې د رژیم له لوړ پوړو کورنیو څخه دي او له نظامي او مذهبي بنسټونو سره اړیکې لري او د رژیم په بقا کې یې ژوره پانګونه کړې، اوس یې د خپل یو مهم سیمه ایز متحد له لاسه ورکولو څخه ټکان خوړلی.

رزاق د سوریې رژیم له پاره په جګړه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غبرګون ته په اشارې سره وویل: «د بشار الاسد نسکوریدو د رژیم سخت دریځو ملاتړو ته ټکان ورکړی.» هغه کسان چې په سوریه کې جګړه کوي په ایران کې د «د حرم  مدافیعنو» په نوم یادیږي.

رزاق وویل: «دې وضعیت د اسلامي جمهوریت تبلیغاتي ماشین په لړزه کړی، ډېر ملاتړي یې اوس دا پوښتنه کوي چې آیا ایران د سقوط په درشل کې دی؟»

هغه زیاته کړه چې اوس د خپلو ډیرو وفادارو ملاتړو په منځ کې په دغه ډول د رژیم د اعتبار له لاسه ورکول بې ساري دي، نوموړی وایي ان د هغو پیښو سره د پرتلې نه دي چې په ۲۰۰۹م کال کې د زرغون غورځنګ، له خوا رامنځته شوه يا د ۲۰۱۹م کال د تیلو بیو د لوړیدو په اړه لاریونونه، یا د اوکراین د نړیوال هوایي شرکت د الوتکي رالوېدو وروسته.

هغه وویل: «د ټولنې رواني حالت داسې دی چې هر ډول پیښه، که هغه د خامنه ای مړینه وي یا کوم بل مهم حرکت، د رژیم د پای پیل به وي.»

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

مشروعیت له دننه خرابیږي

په تهران کې یو بل سیاسي فعال او د ټاکنو تحریم کوونکي حسن اسدي زیدآبادی، د حکومت په بې کفایتۍ او فساد سره د داخلي ناکراریو پر زیاتیدا ټینګار وکړ. هغه وویل: «هغه څه چې د بشار الاسد د سقوط لامل شول، د مشروعیت او بې کفایتۍ کړکېچ و. دا د ایران پر حکومت هم تطبيقېږي، چې د خپلو اتباعو د لومړنيو اړتياوو په پوره کولو کې په زياتېدونکي ډول پاتې یا ناکام دی.»

زیدآبادي، د تیلو کمښت، د برېښنا بندیدل، د انټرنیټ محدودیتونه او سخته ککړتیا، په لویو ښارونو کې اوږده چوپتیا او په تهران کې د هوا د ککړتیا ډیریدو ته اشاره وکړه.د دغو روانو بحرانونو دوام د خلکو غوسه راپارولې او د حکومت پر وړاندې یې نارضایتي لاپسې زیاته کړې ده. زیدآبادي، تاریخي مسایلو ته په اشارې سره وویل: «په ایران کې د تیلو ملي کول چې په مصر کې ورته حرکتونو ته الهام ورکوونکي وه. په داسې حال کې چې په ۲۰۰۹م کال کې د زرغون غورځنګ د عرب پسرلي په راڅرګندولو کې رول درلود او د عرب پسرلي په پای کې یې د زرغون غورځنګ مشران اغیزمن کړل او په کورني بند کې پاتې شول.»

خو نوموړی استدلال کوي چې ایران ممکن د سوریې لاره ونه څاري. زیدآبادي، زیاته کړه: «په داسې حال کې چې د منځني ختیځ جیو پولیټیک او تاریخي تحرک یو اړونده برخلیک رامنځته کوي، دا په اتومات ډول د ایران پر دومینو یا حرکاتو اغیز نه کوي.»


ایران کې تل خلک له اقتصادي وضیعته شکایت کوي.
د تیلو کمښت، د برېښنا بندیدل، د انټرنیټ محدودیتونه او یو شمیر نورو بحرانونو د خلکو غوسه راپارولې او د حکومت پر وړاندې یې نارضایتي لاپسې زیاته کړې ده.انځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د رژیم پر وړاندې د خلکو د بې باورۍ زیاتوالی

سیاسي فعال او پخواني سیاسي بندي مهدي محمودیان، د ایران د اعتبار او اغیز  کمیدو ته اشاره وکړه او دا یې د مهمو کورنیو ستونزو په حلولو کې د رژیم د پرله پسې ناکامیو او د خلکو او نړیوالې ټولنې د باور له لاسه ورکولو لامل وباله.

هغه د اقتصادي بیارغونې یا د باثباته حکومتدارۍ ساتلو ژمنو په عملي کولو کې د رژیم ناتواني په ګوته کړه، چې د خلکو ناهیلي یې ډېره کړې ده.

محمودیان وویل: «رژیم خپل مشروعیت او د فعالیت وړتیا دواړه له لاسه ورکړي دي. د اسد سقوط ښيي چې تهران اوس له لوېديځ سره په خبرو اترو کې څومره لږ وسايل لري.»

محمودیان، له لویدیځو حکومتونو وغوښتل چې په ایران کې د بدلون د ملاتړ له پاره ستراتیژیکه تګلاره غوره کړي. هغه وویل: «لوېدیځ زیاتره په ایران کې د بشري حقونو په بیه پر اقتصادي ګټو تمرکز کړی دی.»

هغه زیاته کړه: «لوېدیځ هیوادونه باید د مستقیمې لاسوهنې پر ځای په ایران کې دننه د مدني ټولنې پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.»

که څه هم د مخالفینو شدیدو ځپنو د رژیم پر وړاندې د اعتراض له پاره زمینه برابره کړې ده، خو د ایرانیانو په منځ کې دا احساس شته چې د بدلون له پاره یو بل فرصت رامنځته کیدای شي، په ځانګړې توګه د تهران د سیمه ایز نفوذ په کمیدو سره.

د بشار الاسد نسکوریدو دا احتمال لاپسې زیات کړی دی او ډېر ایرانیان لیواله دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د حساب وخت هم راشي.