1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او چین ولسمشرانو د شخړو په اړه خبرې کړي

۱۴۰۰ آبان ۲۵, سه‌شنبه

د چين او امريکا متحده ايالاتو ولسمشرانو په لومړي ځل په یوه مجازي غونډه کې سره وليدل. د دواړو خبرې دوستانه وې.

https://p.dw.com/p/433LX
USA I US-Präsident Biden spricht virtuell mit dem chinesischen Staatschef Xi
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د نړۍ د دواړو ځواکمونو هیوادونو تر منځ پر اقتصادي سیالیو، تایوان، هانګ کانګ او بشري حقونو رقابت جدي دی.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا او چين ولسمشران د يوه ویډیو کنفرانس له لارې یو له بل سره ګوري. تر دې مخکې دوه ځله دواړه مشران د ټیلفون له لارې سره غږیدلي ول چې وروستی ځل یې د روان کال په سپټمبر میاشت کې وو.

بایډن په دغو خبرو کې د نړۍ د لویو اقتصادونو ترمنځ د ټکر په اړه خبرداری ورکړ او وویل چې دا د دوی مسئولیت دی چې «تضمین ترلاسه کړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ سیالي په عمدي یا غیر عمدي شخړو بدله نشي.»

دغه ویډیویي کنفرانس د څو ساعتونو له پاره دوام وکړ چې تر ډېره د دواړو هیوادونو رامنځته شوي کړکیچونو خبرې وکړې.

بایدن په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې «ټول هیوادونه باید د لوبې قوانینو ته یو ډول ژمن اوسي» او متحده ایالات به تل خپلو او د خپلو شریکانو ګټو او ارزښتنو دفاع وکړي.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې وویل چې چين غواړي «د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ له پاره له امريکا سره فعال او مثبت ګامونه پورته کړي».

د هغه په ​​وينا، د دواړو هيوادونو تر منځ دوستانه اړيکې د دواړو هيوادونو د پرمختګ، د سوله ايز او باثباته نړيوال چاپېريال د تامين او د اقليمي بدلون او يا د کورونا ناروغۍ په څېر نړيوالو ننګونو ته د اغېزمن ځواب موندلو له پاره مهمې دي.

د چين ولسمشر پر دې ټينګار وکړ چې امريکا او چين د نړۍ د سترو اقتصادونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه بايد خپلو نړيوالو مسئوليتونو ته ادامه ورکړي.

شي بایدن یو "زوړ ملګری" وباله

 

شي جين پينګ په دې ناسته کې بایډن د "زوړ ملګري" په توګه وباله. بایدن په ورته وخت کې، بیجینګ د امریکا تر ټولو پیاوړی سیال او د لومړۍ شمیرې جیو پولیټیکل ننګونکي په توګه ګوري.

د دواړو هیوادونو تر منځ یوه جدي ننګونه او ستونزه د تایوان پر سر دي. بایدن په دې وروستیو کې د چین د برید په صورت کې د تایوان د دفاع له پاره د متحده ایالاتو د "ژمنې" په اړه خبرې وکړې.

بیجینګ، تایوان د چین د خلکو د جمهوریت برخه ګڼي او ګواښ یې کړی چې د "بیا یوځای کیدو" له پاره به تایوان "فتح" کړي.

جو بایدن: د چين پوځي حملې په صورت کې له تايوان څخه دفاع کوو

د امریکا متحده ایالات هم په خپلو جنوبي اوبو کې د چین د ځمکنۍ بشپړتیا ادعاوې ردوي. د دواړو هيوادونو ترمنځ بله مسله د بشري حقونو ده.

متحده ایالات په هانګ کانګ کې د ډیموکراسۍ پلوه غورځنګ د ځپلو په اړه اندېښمن دي او په سینکیانګ کې د اویغور توکمیز لږکیو پر ځورونې نیوکه کوي.

بایدن د اپریل په میاشت کې د متحده ایالاتو کانګرس ته په وینا کې وویل: «په متحده ایالاتو کې هیڅ مسئول ولسمشر نشي کولی د بشري حقونو سرغړونو په وړاندې غلی پاتې شي.»

د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي سیالي هم جدي موضوع ده.

د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ له حکومت راهیسې، د نړۍ دوه ستر اقتصادي قدرتونه د تعرفو له مجازاتو سره سوداګریزې جګړې ته دننه شوي دي. د بایدن حکومت اوس چین په "غیر عادلانه اقتصادي چلند" تورنوي.

د کورونا وبا یو بل عامل دی چې د ترمپ په دوره کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ژورو اختلافاتو لامل شو.

که څه هم بایدن ډیر ډیپلوماټیک چلند لري، هغه د متحده ایالاتو پټ سرویس ته هم دنده وسپارله چې دا وڅېړي چې ایا د کورونا ویروس ممکن د چین په لابراتوار کې رامنځته شوی وي. خو  څیړنه کومې پایلې ته ونه رسېدلې او په پای کې د اقلیم او چاپیریال ساتنې مسله؛ بایدن د ګلاسکو د اقلیم په سرمشریزه کې د شي جین پینګ نه راتګ د "لويي اشتباه " په توګه ياده کړه.

متحده ایالات او چین د شنو خونو یا ګل خانه یې ګازونو لوی تولیدونکي دي چې ژمنه يې کړې ده چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي.

پنتاګون: ‌د چین اټومي ‌وسلې د تمې خلاف پراختيا مومي