یوناما له طالبانو غوښتي چي د بشري حقونو نړیوالي ژمني ومني
۱۴۰۳ آذر ۲۰, سهشنبهپه افغانستان کي د ملگرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د دسمبر ۱۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو څخه غوښتي دي چي په افغانستان کي د اوسني او راتلونکي نسل د ساتنې او سوکالۍ له پاره دي، د بشري حقونو نړیوالي ژمني د یوې حللارې په توگه ومني.
یوناما دغه اعلامیه د دسمبر د ۱۰ مې نېټې په مناسبت چي د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، خپره کړې ده. د بشري حقونو د سږکال د نړیوالي ورځي شعار "زموږ حقونه، زموږ راتلونکی، همدا اوس" ټاکل سوی دی.
د دغي اعلامیې له مخي، په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي او د یوناما مشري روزا اوتنبایوا، ویلي دي: "د امنیت په برخه کي پر پرمختگونو او له زورزیاتیو ډکو وسله والو شخړو پر کموالي سربیره، د بشري حقونو د ساتنې او ملاتړ په برخه کي اقدامونه په دوامداره او خطرناک توگه د له منځه تلو په حال کي دي، چي په تیره بیا ښځي او نجوني یې دروند بار پر اوږو لري."
روزا اوتنبایوا زیاته کړې ده: "قدرت، مسؤلیت له ځانه سره لري. په ملګرو ملتونو کې د افغانانو د مشروع استازیتوب له پاره باید د واکمنو چارواکو ادعا زموږ د ګډو معیارونو او ارزښتونو د ساتني او پرمختګ له پاره له رښتینو هڅو سره مل وي."
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ استازې فیونا فریزر، هم ویلي دي: "که له خپلو حقونو څخه د افغانانو په ځانگړي ډول د ښځو او نجونو محرومیت همداسي ادامه پیدا کړي، نو دا به د هغوی په ساتنه کې ښکاره او قصدي ناکامي او د ټولو افغانانو د هوساینې په برخه کې د مسئولیت منلو نشتوالی وي."
طالبانو له څه د پاسه دریو کلونو راهیسي د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه کړې ده او په افغانستان کي یې په تیره بیا د ښځو او نجونو پر کار باندي سخت بندیزونه وضع کړي دي. په دې وروستیو کي طالبانو په طبي انستیتونونو کي هم د ښځو او نجونو د تحصیل دروازې وتړلې.
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸م کال د ډسمبر مياشتي پر۱۰ د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تصویب سوه او افغانستان هم هغه تصویب کړه. د دغې اعلامیې له مخې، ټول ښځې او نارینه آزاد پیدا سوي دي او له مساوي کرامت او حقونو څخه برخمن دي.