اسرائيل وايي حماس د اوربند مخه نيسي
۱۴۰۳ دی ۲۷, پنجشنبهد اسرائيل د لومړي وزير بنيامن نتنياهو، دفتر پر حماس وسله والې ډلې تور لګولی دی چې د اوربند د تړون له ځينو ټکو پر شا شوی او دا چې د هغه کابينه به اوس دا توافق تصويب نه کړي.
د نوموړي لومړي وزير د دفتر په حواله «د وروستۍ دقيقې لانجه» د دغه اوربند د تصويب د لارې خنډ ګرځيدلې ده.
د نتانياهو، د دفتر څخه په جاري کړل شوې اعلامیې کې راغلي: «حماس له منځګړو او اسرائيل سره د شوي موافقې له ځينو برخو پر شا شوی څو په وورستۍ دقيقه کې ځيني امتيازات ترلاسه کړي.»
په دغه اعلاميه کې زياته شوې: «د اسرائيل کابينه تر هغه نه قانع کيږي څو منځګړو اسرائيل ته په دې اړه خبر نه وي ورکړی چې حماس د توافق ټولې برخې منلي دي.»
حماس د نتانياهو تورونه رد کړل
د دې تورونو په غبرګون کې چې ګني حماس د دې توافق مخه نيسي، د دغې وسله والې ډلې يوه لوړپوړي چارواکي عزت الرشق، وويل چې حماس «د منځګړو له لوري اعلان شوي د اوربند تړون ته ژمن دی.»
د حماس وسله والې ډلې يوه بل چارواکي سميع ابو زهري، هم د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «د اوربند د تړون له شرطونو څخه د دغه ډلې د پر شا کیدو د نتانياهو ادعاوې بې اساسه دي.»
پرون، چهار شنبه د اسرائيل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ په غزه کې د اوربند او د یرغمل شويو اسرائيلي وګړو د آزادولو د يوه توافق خبر ورکړل شوی وو.
حماس يوه فلسطيني وسله واله ډله ده چې د آلمان په کډون اروپايي ټولني، امريکا متحده ايالاتو او ځينو نورو هيوادونو د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.
اړونده موضوع: په غزه کې پر اوربند د موافقې په اړه نړیوال غبرګونونه
ویل کیږي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ موافقه کې یو شپږ اونیز اوربند شامل دی. د یوې با خبره سرچینې په حواله په لومړي پړاو کې به حماس ۳۳ اسرائیلي یرغمل شوي چې په هغې کې به ښځې او تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکي کسان شامل وي، خوشې کړي او بیا به تر ۵۰ کلونو زیات عمر لرونکي کسان آزاد شي.
په همدې حال کې نن، پنجشنبه د فلسطينانو د ملکي دفاع آژانس په غزه کې د اسرائيل له خونړيو بريدونو څخه خبر ورکړی دی. دې آژانس په يوه اعلاميه کې ویلي: «زموږ کارکوونکو د غزې په الريمال سيمه کې د يوې ودانۍ له ويجاړيو پنځه جسدونه او تر لسو ډېر ټپيان را وايستل چې د اسرائيل لوري د پنجشنبې په ورځ بمباري شوې وه.» آژانس زياته کړې دوه نور کسان هم وژل شوي دي.