1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبي افریقا هم له افغانستان کریکټ سره د بایکاټ غوښتنه کړې

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبه

د جنوبي افریقا د سپورټ وزير هم له هغو عمومي غوښتنو سره يوځای شوی چې د کریکټ په چمپين ټرافي سیالیو کې له افغانستان سره د لوبو د بایکاټ غوښتنه کوي. هغه د کریکټ پر نړېوالې شورا هم د قانون د نه رعایتولو له کبله نیوکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4ozJq
آرشیف - افغان توپ اچونکی راشد خان او د جنوبي افریقا توپ وهونکی رضا هیندریکس د شل اوریز نړېوال جام يوې سيالۍ پر مهال
د جنوبي افریقا د سپورټ وزير افغانستان سره د کریکټ لوبو د بایکاټ غوښتنه کړېانځور: Ricardo Mazalan/AP Photo/picture alliance

د جنوبي افریقا د سپورټ وزير، ګايټن مک کېنزي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې «له اخلاقي لحاظه» احساس کوي چې له یوې لوبې سره د بایکاټ له غږه «ملاتړ وکړي،» ځکه چې د طالبانو حکومت د ښځو پر سپورټ ممنوعیت لګولی او د افغانستان د ښځو د کریکټ ملي ټيم ېې منحل کړی.

مک کينزي په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «دا د سپورټ د وزير په توګه په ما پورې اړه  نه لري چې وروستی تصمیم ونیسم چې آيا جنوبي افریقا دې له افغانستان سره لوبو ته دوام ورکړي او که نه. که دا زما تصمیم وای، په هغه صورت کې به داسې څه نه پېښېدل.»

د جنوبي افریقا دغه وزیر زیاته کړې: «زما له پاره په يوه داسې نژاد پورې د تړلي نارينه په توګه چې د اپارتاید په دوران کې ورته په سپورټي فرصتونو کې د مساوي ګډون اجازه نه ورکول کېده، دا به دوه مخي او له غیراخلاقي وي چې له هغه ورته چلند څخه سترګې پټي کړي چې نن ورځ د نړۍ په يوه بله برخه کې له ښځو سره کيږي.»

د کریکټ جمپين ټرافي ټورنمنټ چې افغانستان هم پکې شامل دی، راتلونکې میاشت په پاکستان کې ترسره کيږي.

د افغانستان د ښځو د کریکټ ملي ټيم - انځور د ۲۰۱۰ کال د جنوري په ۴مه اخیستل شوی
طالبانو د افغانستان پر ښځو د سپورت ممنوعیت لګولیانځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د مهالویش له مخې پروتیاس یا د جنوبي افریقا د کریکټ ملي ټيم په اې ګروپ کې د فبروري په ۲۱مه له افغانستان سره لوبه کوي چې په کراچۍ کې به ترسره کيږي.

انګلستان هم افغانستان سره د فبروري پر ۲۱مه نيټه د خپلې لوبې د بایکاټ غوښتنه وکړه. د انګلستان څه باندې ۱۶۰ سیاستوالو د دوشنبې په ورځ دغه غوښتنه مطرح کړه.

مک کينزي وويل چې د هغه په آند د کریکټ نړېواله شورا هم په دې هکله خپل مسئولیتونو ته پام نه کوي.

هغه د سریلانکا د کريکټ یادونه وکړه چې د کریکټ نړېوالې شورا د حکومتي مداخلې په دلیل، د ۲۰۲۳م کال له نوامبره د ۲۰۲۴م کال تر جنوري پورې په تعلیق حالت کې راوست، اما د افغانستان په هکله يې څه نه دي کړي.

مک کينزي وويل: «د افغانستان قضيې په تړاو داسې کوم څه نه دي شوي، دا د سپورټ په اداره کې د سیاسي مداخلې موجودیت ښيي چې د نه منلو دي.»

د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر زیاته کړه: «د جنوبي افریقا کریکټ، د نورو هېوادونو فدراسینونونه او د کریکټ نړيواله شورا به  هرومرو د هغه پېغام په اړه دقيق فکر کوي چې د کرېکټ ورزش غواړي نړۍ او  په ځانګړي توګه د ښځو سپورت ته یې ورسوي.«

مک کينزې دغه راز ټينګار وکړ: «زه هيله لرم چې د ملاتړکونکو، لوبغاړو او ادراو په ګډوڼ په کريکټ کې ټول دخيل وجدانونه د افغانستان ښځو سره د پيوستون له پاره په کلک عزم ودريږي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل