1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د پاکستان توغندیز پروګرام احتمالي ګواښ دی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويټرز
۱۴۰۳ آذر ۳۰, جمعه

د سپينې ماڼۍ يوه لوړپوړي چارواکي ويلي دي چې د پاکستان د توغندیو پروګرام «د ظهور په حال» کې ګواښ دی او دغه هېواد د لیرې واټن د يوه داسې بالستیک توغندي د جوړولو هڅه کوي چې ان امريکا هم په نخښه کولی شي.

https://p.dw.com/p/4oPm5
د پاکستان د اوږده واټن باليستیک توغندی
پاکستان د امريکا پر دې بندیزونو سخت غبرګون ښوولی او هغه یې له تعصبه ډک بللي ولانځور: Inter Services Public Relations/dpa/picture-alliance

د سپينې ماڼۍ يوه لوړپوړي چارواکي دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی دی چې امريکا متحده ايالاتو د پاکستان د باليستيک میزايلو پر پروګرام نوې بندیزونه وضع کړي دي.

د امريکا د ملي امنيت مرستيال جان فاينر، د نړيوالې سولې د کارنيچ موسسې په يوه غونډه کې پاکستان د دغه هېواد د اوږده واټن باليستيک توغنديو د پروګرام له کبله چې د جنوبي آسيا دباندې هدفونو ته د رسېدو وړتيا لري، امريکا ته د يوه «راپورته کيدونکي ګواښ» په توګه ياد کړ.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په دغه غونډه کې وويل چې پاکستان خپل د توغنديو تکنالوژۍ ته په زياتيدونکي توګه «له پيچلو» لارو وده ورکوي.

اړونده موضوع: امریکا د وسلو پروګرام پر ۲۶ ملاتړ کوونکو شرکتونو بندیز لګولی

فاينر، وويل چې که چېرې دا تمايل دوام پيدا کړي «پاکستان به د جنوبي آسيا دباندې، د امريکا په ګډون، د هدفونو په نخښه کولو وړتيا ولري.»  

نوموړي زياته کړه: «نو په څرګنده توګه زموږ له پاره مشکله ده چې د پاکستان فعاليت امريکا ته د يوه راپورته کیدونکي ګواښ پرته بل څه وګڼو.»

پاکستان بندیزونه له «توپیره ډک» وبلل

د امريکا د حکومت دوو لوړپوړو چارواکو د رويترز خبري آژانس ته وويل چې د پاکستان د توغندیو پروګرام په اړه د امريکا انديښنه د هغو ميزايلونو چې د جوړېدو په حال کې دي، د انجن يا موټر د اندازې يا غټوالي څخه سرچينه اخلي.

فاينر، دا څرګندونې تر هغه يوه ورځ وروسته کړي چې امريکا د پاکستان د بالستيک توغنديو پرمختګ اړوند نوي بندیزونه اعلان کړل. د امريکا د بندیزونو هدف د پاکستان يوه دولتي دفاعي اداره او درې خصوصي شرکتونه دي.

متحده ايالاتو ويلي دي چې دا ګام «د پاکستان د اوږده واټن توغنديو د ودې پروګرام له امله د متوجه ګواښ د دوام په نتيجه کې پورته شوی دی.» 

پاکستان امريکا پر دې بندیزونو سخت غبرګون ښوولی او هغه یې له تعصبه ډک بللي ول او د سيمې پر ثبات یې د دغو بندیزونو له اغیزو څخه خبرداری ورکړی وو. پاکستان پر امريکا همدا زار د وسلو په تګلارو کې د دوه ګوني تګلارې خپلولو تور هم لګولی وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر امريکا انتقاد وکړ چې نور هېوادونه د پرمختللو پوځي تکنالوژۍ د جوازو ترلاسه کولو له مکلفيته معاف کوي.

امريکا په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د باليستيک توغنديو په پروګرام کې همکاري کوونکي ۱۶ شرکتونه په تور ليست کې داخل کړي ول. تر دې دمخه په سپتمبر مياشت کې هم دچين پر يوه څيړنیز انستيتويت او يو شمير شرکتونو د پاکستان د اتومي توغنديو له پروګرام سره د مرستې په تور بندیزونه وضع شوي ول.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب